الجـــــــهاد فی سبیل الله
نیم رئیس جمهور او د یو امپراتور خوبونه!
ساعت 16:35 | بازدید : 604 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

استاد محمد زمان مزملپرون یو تلویزون د ارګ په روایت وویل چې داکتر اشرف غني ویلي دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې افغانان پخپلو کې بې اتفاقه کړي.د ډاکتر د دې خبرې نه معلومیږی چې د کابل مشران د پخوا په شان ډېر ناوخته له خوبه راپاڅېږي او بیا چې راپاڅي هغه یې له خولې اوځي چې په خوب کې یې لیدلي وي.ډاکتر صاحب لکه چې پرون بیده وه چې د جان کیري فرمان ته یې د یوه دوه سري حکومت پهمنلو د یوه داسې بدرنګې ادارې او بې اتفاقه مسیر اجازه ورکړه چې نه پکې دی د دې هېواد له مشرۍ نه خوند واخلي او نه به پکې ملت له زړه پر هغه باندې د یوه ریښتینې مشر مینه ماته کړي.ډاکتر صاحب په همدې کانفرانس کې د پروني کرزي په نیمه هم ځای نلري او دې خپله تر هر چا ښه پوهیږي چې امریکا د ده حکومت پورې داسې چچ وتاړه چې د یوه عادي قوماندان بدلول هم په کابل کې خلک د خپل کمیدي حکومت په کردار تکرار خندوي.په داسې لویو قضایاو کې هېڅوک او بیا هغه څوک چېد امریکا د ملاتړ او حضور پرته پخپله خاوره کې وزننلري د دې حق نلري چې ووايي چا ته به اجازه ورنکړي چې افغانان پخپلو کې بې اتفاقه کړي.د اجازې کلیمه د ۱۸پيړۍ د مړو امپراتورانو سره د خاورو لاندې شوه د دې خبرې ویل او عملي کول اوس ګران دي.داکتر صاحب په هاغه اوله ورځ کې په افغانستان کې د بې اتفاقۍ هغه ازغي وکرل چې دی به پخپله پکېیو کال وروسته د تلو توان ونلري.په دویم قدم کې داکتر اشرف غني هغه ورځ چې د امریکا سره یې د امنیتي تړون په ۲۴ساعته کې امضا کاوه په دې نه پوهیده چې دا پکې د بې اتفاقۍ هغه کمزوری کار و چې کرزي پکې د خپلې ټولې کمزورۍ باوجود ځان په تېرو ۱۴کلونو کې وساته.د شوروی سره د تېرو نظامي تیروتنو سوابقو ته یو لنډ نظر ښيي چې په ملتونو باندې تپل شوي نظامونه همیشه د همدغسې تړونونو په سلسله کې خپله واکمني په ملتونو تپلي دي ولې ملتونه د دغسېنظامونو او د دغسې تړونونو نه په مناسبه فرصت کې دغسې ځان ژغوري لکه افغانانو چې د دغو تړونونونه ملت وژغوره.دلته په افغانستان کې د یوه واحد ملت د جوړولو او یا ساتلو قضیه څومره د حکمرانانو صحیح فهم تهضرورت لري هغه د دغو حکمرانانو د اجازې او یا نه اجازې پورې تړلې نه ده.که څه هم د امیر امان الله خان په تګ په افغانستان کې ارګ ته مناسب حکمرانان نه دي ننوتلي ولې بیاهم نادر خان او سردار محمد داود خان پکې دا تهذیب خپل کړی و چې کم له کمه د یو محب الوطن حکمران په حد کې د ارګ له تنهاکوونکي جاذبې نه بهر له خپل ولس سره پيوند ولری.ولې وروستي حکمرانان پکې ټول همدا یو عیب لري چې د خلکو کور ته په داسې طریقو ننوتل چې د ارګ تنهاکوونکې جاذبې هغوی له خپل ملت نه شکیدلي وساتل.سردار محمد داود پکې هغه وروستی حکمران و چې هره پنجشنبه پکې کله پغمان او کله د پل چرخي په سړک د خپلې لور په دریوري او د یوه قومندانپه شوشه له ارګه ووت او بېرته ارګ ته ستنیده.د سردار په مرګ بیا په افغانستان کې چا داسې حکمران ونه لید چې علی الاقل پخپل ولایت کې د عادي ژوند یوه نمونه وړاندې کړي.دا هېواد او دا ملت داسې کسان نه شي متحد کولای چې هره ورځ د پردۍ پروسې په لړ کې خپل ملت تقسیموي او د نورو په حکم یې وژني.یو حکومت چې په دوه برخو افغانستان تسلط نلري او یو حکومت چې د پردیو نظامي اډو پرته پخپل هېواد کې د ټيکې هېڅ نلري هغه په کوم منطق دا دعوه کولای شي چې چاته به اجازه ورنکړي چې افغانان بې اتفاقه کړي الا مګر مطلب يې دا دی چې هغوی د افغانانو نه مطلب ارګ ته ننوتي عملیې ته افغانان ووايي بیا نو صحیح ده چې پخپلو اشپزانو دې ډېر فکر کوي چې د امین ټوکه پرې تکرار نه شي. وروستی خبره پکې دا ده چې ایا دا د داکتر صاحب خپله خبره ده او که د ملي وحدت د مشرانو ګډه خبره ده؟له ژمن وېبپاڼې نه په مننې.



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1137
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 1137
بازدید ماه : 4013
بازدید کل : 97634
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1137
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 1137
:: بازدید ماه : 4013
:: بازدید سال : 8991
:: بازدید کلی : 97634